د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د UN-Habitat موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ, د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د کابل ښار شپږمې, دیارلسمې او اوولسمې ناحیې اړوند ٣٠٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۷۴ ډالر ووېشل شول چې په مجموع کې ۸۲,۲۰۰ ډالر د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړي شوي وو.
ورته مهال له مرستو برخه منو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او یادې موسسې څخه مننه او خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې کې یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره