د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز اسعدآباد کې ۱۰ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستیو بارانونو له امله ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو کېټ، هایجن کېټ، کمپل، سولري کېټ همدارنګه له یادو کورنیو څخه ۲ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې یوې ته ۱ باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره