د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۵۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

rahyab
Wed, Jan 15 2025 11:57 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، په ده سبز ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله د ۵۰۰ زیانمنو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالر یا د هغه معادل افغانۍ په درېیو قسطونو کې وېشل کېږي چې نن ورځ د مسؤلینو په شتون کې له یادې جملې ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته د لومړي قسط ۱۱,۵۵۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې پاتې نورو کورنیو ته به په راتلونکو ورځو کې  هم نغدي مرستې ووېشل شي.

نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Jan 25 2026 3:12 PM
Background image

The Director General of ANDMA Meets with the President of International NPA Organization

Today, on Sunday morning, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, met at his office with Mr. Russell,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .