د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، په دره صوف پایین ولسوالۍ کې ۳۱۵ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې د آقاخان موسسې له لوري د سروې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د اقتصاد ریاست، ولسوالۍ او د موسسې د ګډ پلاوي تر څارندې لاندې ترسره شوې او هرې کورنۍ ته ۸,۷۹۰ افغانۍ او په مجموع کې ۲,۷۶۸,۸۵۰ (۲ میلیونه، ۷۶۸ زره او ۷۹۰ افغانۍ) یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ خلکو د ژمي په فصل کې له دغه ګام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره