د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳،۸۲۵،۰۰۰ افغانۍ۱۷۰ مستحقو کورنیو ته ووېشلې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د IRC موسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، ۱۷۰ مستحقو کورنیو ته په هسکه مینه ولسوالۍ کې د ژمنۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۲،۵۰۰ افغانۍ او په مجموع کې ۳،۸۲۵،۰۰۰ (۳ میلیونه او ۸۲۵ زره افغانۍ) یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره