د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته ژمنۍ البسې ووېشلې
د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AFV موسسې په مالي همکارۍ، د یاد ولایت په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې د تېرو بارانونو او سېلابونو له امله ۶۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته ژمنۍ البسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، ۶ جوړه ښځينه او نارینه بوټونه، ۱۴ جوړه د ماشومانو جرابې او ځینې نور ژمني پوښاک ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۳۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره