د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٨٠ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اکټیډ موسسې په مالي ملاتړ، ٨٠ کورنیو ته چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د دې ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دغه لړۍ کې، د هرې کورنۍ لپاره ٢٢,٥٦٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې چې په مجموع کې ١,٨٠٤,٨٠٠ ( ١ میلیون، ۸۰۴ زره او ۸۰۰ ) افغانۍ یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره