د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د اسلامیک ریلیف موسسې په مالي ملاتړ ۳۱۸ هغو کورنیو ته، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله په کلفګان ولسوالۍ کې زیانمنې شوې وې، یادو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې وویشلې.
په دې لړۍ کې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰,۹۸۰ (۱۰ زره او ۹۸۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په مجموع کې ۳,۴۹۱,۶۴۰ (۳ میلیونه, ۴۹۱ زره او ۶۴۰ ) افغانۍ نغدي مرستې یاد شمېر کورنیو ته ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره