د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۵ کورنیو ته په قره باغ ولسوالۍ کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په قره باغ ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۲۰۵ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي، یوه بورۍ وریجې ۲۵ کیلویي، یوه بورۍ غنم، ۱۴ قلمه توکي لرونکی روغتیایي کېټ او ۳ تختې کمپلې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده چې له دی جملې څخه ، ۱۵۵ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې او ۵۰ نورې کورنۍ اړمنې او بېوزله وې چې له سروې وروسته هغوی ته مرستې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۶/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره