د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګلدره ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په ګلدره ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۲۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ اوړه ۵۰ کیلویي, یوه یورۍ وریجې ۲۵ کیلویي,۱۰ کیلو بوره, ۱۴ قلمه توکي لرونکی یو روغتیایي کېټ او 3 تختې کمپلې ووېشل شوې.
د یادونې وړه چې له دی جملې ۱۵۰ کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې او ۵۰ نورې کورنۍ اړمنې او بېوزله وې چې له سروې وروسته هغوۍ ته یادې مرستې ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره