د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۶۳ کورنیو سره نغدي مرستې وکړې
د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IRC موسسې په مالي همکارۍ، په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۶۳ مستحقو کورنیو ته د ژمي لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
یاد شمېر کورنۍ له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د هوکړه لیک له مخې سروې او ثبت شوي وې او هرې کورنۍ ته ۲۲۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
په دې لړۍ کې په مجموعي توګه ۳،۶۶۷،۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د یاد ریاست، د اقتصاد او د ولسوالۍ د استازو په شتون کې ووېشل شوې.
نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره