له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د سرپنا کلستر د همغږي کوونکو سره وکتل

rahyab
Tue, Nov 26 2024 4:33 PM
تصویر خبر

نن ورځ د سي شنبې سهار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د سرپناه کلستر همغږي کوونکو سوسن ساد او ایرین موتیو او د دغه کلستر د همغږي کوونکي د مرستیال محمد هاشم نیازی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
محترم ترابي صاحب د سرپناه کلستر پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې له هغو مؤسسو سره همکاري زموږ دنده ده چې په هر ولایت کې په هره برخه کې د خلکو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړه چې مؤسسې باید د خلکو اړتیاوو ته په پام سره او په متوازن ډول زیانمنو کسانو او اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي. ترابي صاحب وویل: موږ به له تاسو سره همکاري وکړو، او تاسو له موږ سره همکاري وکړئ، ترڅو د هېواد خلکو ته په ښه توګه خدمتونه وړاندې کړو.
په همدې حال کې، د IOM د سرپناه کلستر همغږي کوونکې سوسن ساد وویل چې مرستې د بېلابېلو کټګوریو له مخې په بېلابېلو سیمو کې لومړیتوبونو ته په کتو وېشل کېږي. هغې زیاته کړه چې د خورا سړو سیمو، د سېلاب ځپلو او پېښو له امله زیانمنو کسانو، بې سرپناه راستانه شویو او د هغو خلکو لپاره چې ډېر په بېوزلۍ کې ژوند کوي، د هغوی لپاره لومړیتوب ټاکل شوی دی.
همدارنګه، د IOM سازمان د سرپناه کلستر مرستیال محمد هاشم نیازی د ادارې له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل: موږ واقعاً له تاسو او ستاسو له مرکزي او ولایتي همکارانو څخه مننه کوو چې زموږ له ټیمونو سره یې بشپړه همکاري کړې ده. هغه د ژمي د مرستو په برخه کې د دې کلستر د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دوی پلان لري چې په روان ژمي کې ۱.۳ میلیونه کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوي. له دې جملې څخه تر اوسه (۱۰۰,۰۰۰ ) یو لک کسانو ته مرستې رسېدلې دي. همدارنګه د دې پلان لپاره ۲۰.۹ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي، خو لا هم ۵۸.۲ میلیونه ډالر ندي ترلاسه شوي او هڅه کوو چې ترلاسه یې کړو او خپل پلان د روان کال تر پایه پلي کړو.
په ورته وخت کې، د UNHCR د سرپناه کلستر همغږی کوونکې ایرین موتیو وویل چې زموږ ټول شریکان له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه خوښ دي. هغې زیاته کړه چې زموږ ټیمونه خپلې سروې ترسره کوي او د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ هغوی ته ژمنۍ مرستې لکه، د سون توکي، ژمنۍ تودې جامې او کمپلې ویشي.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۴ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .