د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳۷ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان په مالی ملاتړ، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو، راستانه شویو او زیانمنونکو ۴۳۷ کورنیو ته په یاد ولایت کې ژمنۍ مرستې د نغدو پیسو په توګه ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست سرپرست محترم قاري محمد علم خبیب او د IOM موسسې استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته د ژمنۍ مرستې په توګه ۲۲۱۵۰ افغانۍ چی جمله ۹۶۷۹۵۵۰ افغانۍ کیږی ووېشل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال محترم قاري محمد علم خبیب د IOM موسسې څخه د مرستو د برابرولو لپاره مننه وکړه او د یادې موسسې استازي مستحقو ته د مرستو د وېش په لړۍ کې د شفافیت ډاډ څرګند کړ.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره