د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۱ زیانمنو، اړمنو او بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۱۵۱ زیانمنو، اړمنو او بېوزله کورنیو ته له سروې او تثبیت وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست رئیس حاجي قاري عبدالهادي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
ورته مهال حاجي قاري عبدالهادي ووېل چې د پکتیکا خلک زیات اړمن دي او هڅه کوو چې په راتلونکې کې هم له هغوی سره مرستې وکړو.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره