د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍکې د سېلابونو په راوتو سره د ۵۰۰ کسانو لپاره ګرمه ډوډۍ چمتو شوې  

rahyab
Mon, Nov 25 2024 10:09 PM
news image

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د راپور له مخې, تېره شپه، په شولګرې ولسوالۍ کې د بارانونو له امله رامنځته شویو سېلابونو څخه کورونو، کرنیزو ځمکو، زیربناوو او څارویو ته نسبتاً پراخه زیانونه اوښتي دي.
د لومړني راپور له مخې، د دې پېښې له امله له ۲۰۰ څخه زیات کورونه زیانمن شوي، له ۴۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه، ۵ کیلومتره سړک او یوه جومات ویجاړ شوي دي او یو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.
د ارزونې ټیمونه د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس   د مولوي بشیر احمد بشراني په مشرۍ او د IOM، WFP او ACTED موسسو په همکارۍ  زیانمنو شوو سیمو ته د وضعیت د ارزونې او زیانمنو کسانو د پېژندلو لپاره ته تللي دي.
د دې ریاست په وینا، د دې پېښې له امله زیانمنو شویو ۵۰۰ کسانو لپاره ګرمه ډوډۍ چمتو شوي ده او د شپې د خوړو وېش پروګرام هم ورته په جريان کې دی. د زیانونو د ارزونې او پلټنې عملیات لا هم دوام لري.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۱
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .