د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۲۰ زیانمنو کورنیو او د شهیدانو له ورثه سره خوراکي مرستې وکړې.
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست,د سېلابونو له امله ۹۵ زیانمنو کورنیو او د ۲۵ شهیدانو ورثه ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته 25 کیلو وریجې, 5 لیټره غوړي, یوه بورۍ مکروني او یو کارټن مګي آش ووېشل شول.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره