نن ورځ یک شنبه دپیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې  سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي او کورډیډ مؤسیسې رئیس سید عبدالطیف بشر دوست او د اړیکو مسؤل منصور ابراهیم خیل سره په خپل کاري د فتر کي وکتل.

rahyab
Sun, Nov 24 2024 2:00 PM
news image

ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړل چي موږ غواړو چي په افغانستان کي مؤسیسې افغانانو ته اساسي کارونه وکړي او دفقر او بي وزلۍ څخه یی وژغوري.
همداراز یې زیاته کړل چي موږ تل د مؤسیسو کارونه پر وخت ور خلاصوو  او مؤسیسو ته یی هم وویل چي باید  ژر تر ژره خپل مرستي اړمنو او مستحقو کورنیو ته ورسوي.
د کورډایډ مؤسیسې رئیس سید عبدالطیف منصور وویل چي یاده مؤسیسه د افغانستان په ډیرو ولایتونو کي فعالیت کوي   او تر دا مهاله یې افغان اولسونو ته بیلابیل خدمتونه وړاندي کړي دي او دوام لري.
دیادوني وړ ده چي ۲۶۹۴۹۵ ډالرو په ارزښت د ننګرهار ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۱۳۲۰ وچکالۍ ځپلو کورنیو او مهاجرینو سره نغدي مرسته کوي چې هرې کورنۍ ته به ۱۶۰ امریکايي ډالره یا د هغه معادل افغانۍ په ۴ قسطونه کی د ۴ میاشتو په جریان کې ورکړل شي چي هر قسط ۴۰ امریکایی ډالره وي. 

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۲ هــ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر


 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .