د پکتیا ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۳۷ زیانمنو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کړي ده
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره د شوي تفاهم نامې له مخې او پکتيا له پېښو سره د مبارزې آمادګي رياست سره په همغږۍ او د اى ار سي(IRC) مؤسیسې په مالي ملاتړ نن ورځ پکتيا ولايت د جاني ولسوالۍ پر ٤٣٧ زيانمنو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه چې ټولټال(٢٣٥٩٨٠٠) دوه ميلونه درې سوه نهه پينځوس زره اته سوه افغانۍ کېږي.
د مرستو په روان بهیر کي د ولسوالي د مسؤلينو سربېره پکتيا له پېښو سره د مبارزې آمادګي رياست استازو او د يادې مؤسیسې استازي موجود وه
له پېښو سره د مبارزې آمادګي رياست استازي د ويش ځاى کې وويل له پېښو سره د مبارزې آمادګي ملي ادارې مشرتابه هڅې پيل کړې چې په ګڼ شمېر کې بېلابېل مرستندويه مؤسیسات راجلب کړي او د هغو هڅو پايله ده چې نن ورځ د ياد ولايت د جاني خيلوولسوالي کې پر ٤٣٧ اړمنو او زيانمنو د irc موسسې لخوا هر سروي شوي کس ته په لومړي ځل پينځه زره څلور سوه (٥٤٠٠)افغانۍ ورکول کېږي.
مرسته اخيستوونکو پکتيا له پېښو سره د مبارزې آمادګي رياست خوښي ښوده چې ياد رياست ددې سربېره هم د يادې ولسوالي له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته هم کړې.
نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هــ ق
له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي اداره