دمیدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې زیاست له ۲۰۸ متضررو کورنیو سره نغدي مرسته ترسره کړه
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د ډي، آر، سي موسسې په مالي ملاتړ د جغتو ولسوالۍ ۲۰۸ زیانمنو او بې سرپرسته کورنیو ته د ۲,۸۰۸,۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته وویشله، چې هرې کورنۍ ته ۱۳,۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
یادې کورنۍ د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې او د دغه ریاست او ډي، آر، سي موسسې له لوري مخکې له مخکې سروې شوې وې.
د یاد ریاست رئیس مولوي فیضالله جلالي وویل، د افغانستان اسلامي امارت د خپلو زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او د لا زیاتو مرستو د برابرولو لپاره هڅې کوي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره