د تخار ولایت د دشتقلعه ولسوالۍ په لایقه کلي کې د ګبیوني چکډمونو د پروژې کار پیل شو
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دشتقلعه ولسوالۍ په لایقه کلي د ګبیوني چکډمونو د پروژې کار د ولسوالۍ مقام، د کلیو پراختیا ریاست، د دشتقلعه د سیندیزې حوزې، قراردادي شرکت او د سیمې د خلکو په ګډون په رسمي ډول پیل کړ.
یاده پروژه، چې ۱۰۸۰ متره مکعب حجم لري د ۲،۱۶۶،۴۰۰ افغانیو په مجموعي ارزښت، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري پلي کېږي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لسګونه هستوګنیز کورونه، د اوبو د کانالونو سیستم او مواصلاتي لارې د موسمي سېلابونو له ویجاړۍ څخه خوندي پاتې شي. سربېره پر دې، دا پروژه به د ځمکې لاندې اوبو په تقویه کې مرسته وکړي او د پلي کېدو په بهیر کې به یې له زرو ډېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره