د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست دوچکالی ځپلو ۱۷۵۳ کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته و کړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د لاس په لاس موسسې ترمنځ د تفاهم نامې له مخې، یادې موسسې د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، په چمتال ولسوالۍ کې د وچکالي له امله د ۱۷۳۵ وچکلی ځپلو سره د خوراکي توکو کومک وکړ
د مرستو په دغه درېیم پړاو کې، ۴۵۹ کورنیو ته د محترم مولوي بشیر احمد بشراني په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو لوبیا او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادونې وړ ده چې، پاته نورو کورنیو ته به هم سبا ورځ خوراکي مرستې ووېشل سی.
۱۴۴۶/۵/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره