له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ مؤسیسې ترمنځ د ۱۱۳۱۴۶۶ ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو دوې تفاهم نامې لاسلیک شوې
نن ورځ پنج شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اکشن ایډ مؤسیسې د پروګرامونو عمومي مسئول او سرپرست سایمون ونکور او د هغه مل پلاوي سره وکتل.
ترابي صاحب د یادې مؤسیسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې په هېواد کې د ټولو مؤسیسو لپاره د بشري فعالیتونو زمینه برابره ده او موږ هڅه کوو ترڅو چي د هېواد په هر ولایت کې موسسه فعالیت کوي د هغوی لپاره د همکاري زمینه برابره کړو.
همداراز نوموړي وویل چې ددې ادارې ولایتي ریاستونو ته یې لارښوونه کړې چې له مؤسیسو سره همکاري وکړي او د هغوی ستونزې پر وخت حل کړي.
ورسته د اکشن ایډ مؤسیسې سرپرست سایمون ونکور له موسیسو سره ددې ادارې د همکارۍ له امله خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دا مؤسیسه د افغانستان خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو رسولو لپاره هڅه کوي چې دا مرستې په خپل وخت اړمنو خلکو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې یاده مؤسسه به د لومړۍ تفاهم نامې له مخې په کابل کې ۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو ته د ۵۷۴,۲۶۳ ډالرو په ارزښت نغدي مرستې وویشی په داسی ډول چې ۵۰۰ کورنیو ته په ده سبز ولسوالۍ کې او ۵۰۰ نورو کورنیو ته په بګرامۍ ولسوالۍ کې، چې هرې کورنۍ ته به په درې قسطونو کې ۴۶۸ ډالر (هر قسط ۱۵۶ ډالر) ویشل کیږی
همداراز د دویمې تفاهم نامې له مخې به د ۵۵۷۲۰۳ ډالرو په ارزښت په غور او بامیان ولایتونو کي ۱۴۴۵ کورنیو ته د سون توکو، جامو او کمپلو دبرابرولو لپاره نغدي مرستي ورکول کیږی چي د غور ولایت په مرکز کي ۸۷۹ کورنیو ته او د بامیان ولایت په مرکز کې ۵۶۶ کورنیو ته نغدي مرستي ویشل کیږي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۲ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره