د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۴۰ زیانمنو کورنیو سره د ۱ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت مرستې وکړې
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د REHAO موسسې په مالي ملاتړ، د پېښو له امله ۱۴۰ زیانمنو کورنیو ته د ۱۰ زره افغانیو په ارزښټ هرې کورنۍ ته سولري سیسټم، کرنیز وسایل او د پخلنځي توکي ووېشل.
مولوي فیض الله جلالي، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ریس، زیانمنو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت یې ترڅنګ ولاړ دی او د لا زیاتو مرستو د ږمنې برابرولو لپاره هڅې کوي.
۱۴۴۶/۵/۱۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره