له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د کابل ښار په دوو ځایونو کې د ۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ

rahyab
Tue, Nov 12 2024 3:23 PM
تصویر خبر

نن ورځ د سه شنبې سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د کابل ښار په دوو جلا ځایونو حبیبیه لیسې او د دې ادارې په مرکزي ګدامونو کې د ۱۰۰۰ زیانمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش بهیر پیل کړ.
په دې مراسمو کې چې د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره پیل شول، د ادارې سرپرست محترم ترابي صاحب، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم ملا جانان سائق ، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس محترم مولوي نجیب الله انوري، د ملک سلمان بشردوستانه مرکز استازی محترم فضل الله صاحب، د ORCD Global موسسې استازي او خبریالانو ګډون درلود. محترم ترابي صاحب د ملک سلمان بشردوستانه مرکز څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دې مرکز پخوا هم  د افغانستان له خلکو سره ډېرې مرستې کړې دي. او اوس هم د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې، د ۱۳۰,۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت، نږدې ۵۰۰۰  راشنه د غیر خوراکی  موادو چې هر راشن عبارت دی له یوباب خیمه، یو تخته فرش،  پنځه تختې کمپلې او یو د لوښو چی د بخار دیګ په شمول۲۱ قلمه د آشپزي سامان پکښی کی دی او هر راشن د۲۵۰ دالرو په ارزښت قیمت لری، د زیانمنو کورنیو لپاره برابر شوي دی چې له دې جملې څخه  ۵۰۰ راشنه د کابل ولایت زیانمنو کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي او نن یې وېش پیل شو.
ورپسې، د ORCD Global موسسې استازي انجنیر متین، د مرستو د وېش بهیر په اړه خبرې وکړې او د دې ادارې له همکارۍ څخه  یې قدرداني وکړه.
په دویم پړاو کې، د ادارې سرپرست د مرکزي ګودامونو ځای ته ولاړ او د بیړنیو حالاتو د عملیاتو مرکز رئیس له محترم قاري محمد خوشحال زماني سره یو ځای یې  ۵۰۰ نورو کورنیو  ته د مرستو وېش پیل کړ. نوموړي په دې بهیر کې له زیانمنو سره خواخوږي وښوده او هری کورنی ته یې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، یوه توشکه، یوبالښت او یوه رجایي وویشله. او دا د مرستو د وېش بهیر به په مرکز او ولایتونو کې دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې څخه مننه وکړه، خو دغه مرستې یې کافي ونه ګڼلې او د لا ډېرو مرستو غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۶/۵/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .