د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

rahyab
Sun, Nov 10 2024 4:04 PM
news image

نن ورځ سهار یک شنبي د اور لګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي محمد عالم عالمیار  په مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت، ښار جوړونې او هستوګنې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کابل ښاروالۍ، د تېلو او ګازو ادارې، د افغان ملي بیمې ادارې، د افغانستان بانک، او د اطفایې د مسؤلینو په خضور کي ترسره شوه دا غونډه په تجارتي، هستوګنیزو او پمپ سټېشنونو کې د اور لګېدو د مخنیوي پلان په هکله جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورسته پریکړه وشوه چي له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره، د اطفایې ریاست او نفت ګاز شرکت لخوا په ګډه به ټولو مارکیټونو، پمپ سټیشنونو او سوداګریز مرکزونه باندي نوي چیک لیستونه وویشي او ورسته به د اورلګیدني ګډه کمیټه نظارت کوي او هغه چا چې احتیاطي تدابیر یې په پام کې نه وي نیولي او په دې برخه کې یې سرغړونه کړې وي د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت ته به معرفی کیږی تر څو چی د سرغړونکو مرکزونه مهرلاک شي.
غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۸ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .