۱۰۷ زیانمنو او بېوزله کورنیو سره په هرات ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، ۱۰۷ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو او اورلګېدنې له امله زیانمنې او د اقتصادي ستونزو سره مخ وې، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو غنم، د اوبو سطل، کمپلې او روغتیایي توکي ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۶/۵/۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره