په غزني ولایت کې د پېښو له امله ۴ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې
د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کره سروې وروسته، هغو ۴ کورنیو ته چې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله زیانمنې شوې وې او د کورنۍ غړو او توکو یې زیان لیدلی و، خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۷ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۵ تختې کمپلې او ۱ صحي کیټ، همدارنګه، یوې کورنۍ ته د پخلنځي یو کیټ او یوه خیمه هم ووېشل شوه.
۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره