۲۷۶ زیانمنو او بېوزله کورنیو سره په زابل ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره شوې
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د طبیعي پېښو له امله ۲۷۶ زیانمنو، بېوزله او شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ د موظف پلاوي په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او ځان پاک ترلاسه کړل.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره