د پروان ولایت اړوند سیمو کې د ۶ وقایوي پروژو د جوړولو کار پیل شو

rahyab
Sat, Nov 02 2024 3:15 PM
تصویر خبر

د پروان ولایت په سرخ‌پارسا، سیاګرد، شیخ‌علي ولسوالیو او د دې ولایت په نورو اړوندو سیمو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په همکارۍ د ۱۴,۴۰۰,۰۰۰ (۱۴ میلیونه او ۴۰۰ زره) افغانیو په مجموعي ارزښت د استنادي دیوال، سربند او پلچک جوړولو د ۶ وقایوي پروژو کار پيل شو.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس د پروژو د کار په پرانستې غونډه کې، چې پکې سیمه‌ییز چارواکو او د سیمې خلکو هم ګډون کړی و، وویل: دغه پروژې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د یاد ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، او کیفیت ته به یې جدي پام وشي. هغه زیاته کړه، چې د دې ډول پروژو په پلي کولو سره به د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه شي، او له موسسو یې وغوښتل چې په وقایوي پروژو کې همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د شینواري ولسوالۍ د کجکان کلي ۷۲ متره د کانال سربند او استنادي دیوال جوړول، په سیاګرد ولسوالۍ کې د استنادي دیوال او سربند جوړول، په ده‌نو کلي کې د ۴۵۰ متره استنادي دیوال جوړول، په سرخ‌پارسا ولسوالۍ کې د تیرکوه کانال د سربند ترمیم، په شیخ‌علي ولسوالۍ کې د پلچک جوړول او په ګنبد کلي کې د کانال سربند جوړول پیل شوي دي، چې د دې کار په بشپړېدو سره به یادې سیمې او یو شمېر نورې سیمې د سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۳۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .