په کونړ ولایت کې د استنادي دیوال جوړېدو د کار څارنه وشوه

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د وقایې او خطر کمولو ریاست مرکزي پلاوي په ملتیا، د ټانګو کمپ استنادي دیوال جوړېدو له کارونو څارنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې دا استنادي دیوال ۱۴۱ متر مکعب اوږدوالی لري، او کار یې د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ ټانګو کمپ کې پیل شوې چې ۶۰ سلنه کار یې پر مخ تللی.
همدرانګه په شیګل او سرکاڼو ولسوالیو کې د استنادي دیوالونو دوه نورې پروژې هم پلان کې دي چې پلي شي، او د دغو درېیو پروژو لپاره ټولټال ۸ میلیونه ۳۶۱ زره او ۵۰۰ افغانۍ ځانګړې شوې چې د دې پروژو له امله خلکو ته د کار زمینې برابرېدو ترڅنګ سلګونه کورنۍ به د سېلابونو له خطر څخه خوندي پاتې شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره