د هرات ولایت له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي ادارې ریاست او CWSA لخوا د مسؤلینو لخوا ۱۳۰ کورنیو سره نغدي مرسته وسوه
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د تفاهم نامې په اساس CWSA مؤسسی د تیرو طبعي پیښو له اثره ۱۳۰ زیانمن شوي فامیلونو ته دریمه دوره نقدي مرسته توزیع ترسره کړه.
په دې مرسته کي د زنده جان ولسوالې ۳ کلې شامل دي
سنجاب کلې کې ۵۴ کورنۍ ، کاریز نو کلې کې ۲۸ کورنۍ ، او په سربلند کلې کې ۴۸ زلزلې ځپلی کورنې شامل دي.
چې هرې کورنۍ ته ۱۸۰ ډالر چی معادل یې په افغانې ۱۱۲۰۱ افغانی کیږي نقدې پېسی توزیع تر سره شول.
همدا راز د یادو کورنېو سروې او توزیع له پیښو سره دمبارزي امادګۍ ملي ادارې ریاست د هیت تر نظارت لاندې تر سره شول.
دیادونې وړ ده چې مرستو ترلاسه کوونکو له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست او مرسته کوونکې اداري څخه مننه او خوشحالي څرګنده کړه چي د دوي غږ يي په خپل وخت واورید او لازمه مرسته يي ترسره کړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۴/۲۰ هــ ق
له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره