100 زیانمنو کورنیو ته په کندز ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې
د اکټیډ موسسې د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ, په خان آباد او دشت ارچي ولسوالیو کې 100 کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه توګه ویجاړ شوې و, له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې د محترم مقام سره لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې, په دې لړې کې په خان آباد ولسوالۍ کې 50 کورنیو ته او 50 کورنیو ته په دشت ارچي ولسوالۍ کې د کورونو ترمیم لپاره د لومړي قسط 18880 افغانۍ هرې کورنۍ ته ووېشل شوې.
د یادونې ده چې د دې پروژې دویم او درېیم قسط د هغوی د کورونو ترمیم ته په کتو په راتلونکې کې ترسره شي.