په هرات ولایت کې د سولري څراغونو د نصبولو بهیر څارنه وشوه
د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د سولري څراغونو د نصب او سپارلو بهیر وڅاره.
ویل شوي چې د سولري څراغونو د نصب دا پروژه د DRC دفتر لخوا د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د چاهک ولسوالۍ په ۱۵ سیمو کې د ټولټال ۱,۲۸۸,۰۰۰ افغانیو په ارزښت پلې شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې موخه لرې پرتو سیمو ته دايمي رڼا برابرول او د خلکو د دودیزو انرژي سرچینو پورې تړاو کمول دي.
نېټه: ۱۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره