۳۱۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو سره په بامیان ولایت کې خوراکي مرستې ترسره شوې
د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د یکاولنګ په ۲ نمبره ولسوالۍ کې ۳۱۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې پېښو سره د مبارزې د ولسوالۍ کمېټې پلاوي په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۲ کیلو لوبیا او ۱.۵ کیلو مالګه ووېشل شوه
نېټه: ۱۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره