۴۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو په بغلان ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
د IHH موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همکارۍ، د یاد ولایت برکه ولسوالۍ اړوند ۴۰۰ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو بوره او ۱ کیلو چای ووېشل شول.
نېټه: ۱۸/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره