په فراه ولایت کې د ۸۹ شهیدانو ورثه او معلولینو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د فراه ولایت مقام د حکم پر بنسټ، د یاد ولایت اړوند ۸۹ د شهیدانو ورثه او معلولینو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د هر شهید ورثه او معلول ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریجې او ۵ لیټره غوړي ووېشل شول.
نېټه: ۱۲/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره