په بامیان ولایت کې د طبيعي پېښو له امله د شهیدانو له ورثه سره نغدي مرستې ترسره شوې

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت سیغان، کهمرد، ورس، پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله د ۱۱ شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشلې.
دا مرستې د بامیان والي، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ مشر او د یاد ولایت د علماوو شورا د مشر په شتون کې، د هر شهید ورثه ته ۴۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
نېټه: ۱۲/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره