۵۶ زیانمنو کورنیو ته په کونړ ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شوې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د IOM موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت نرنګ ولسوالۍ اړوند ۵۶ کورنیو ته چې د وروستیو بارانونو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته د یاد ریاست مسؤلینو او د موسسې استازي په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ او له یادې جملې ۹ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړډول ویجاړ شوې و، هرې کورنۍ ته ۱ باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۱۰/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره