۱۱۲.۵ ټنه خوراکي توکي زابل، هلمند او پکتیکا ولایتونو ته انتقال شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مشرتابه په لارښوونې، دې ادارې د پېښو له امله احتمالي زیانمنو ته د رسېدنې په موخه، ۱۱۲.۵ ټنه خوراکي توکي زابل، هلمند او پکتیکا ولایتونو ته انتقال کړل.
په دې مرستو کې د هر ولایت لپاره ۳۷.۵ ټنه خوراکي توکي په پام کې نیول شوي، چې په یادو ولایتونو کې به احتمالي پېښو ته د رسېدنې په موخه د اړتیا په وخت کې زیانمنو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې، د هیواد په کچه ولایاتو ته د زیانمنتیا له مخې خوراکي توکي انتقال شوي او دا بهیر لا هم دوام لري.
نېټه: ۱۰/۴/۱۴۴۶
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره