۱۸۶ بېوزله کورنۍ په ننګرهار ولایت کې له نغدي مرستو برخه منې شوې

د IRC موسسې د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت اړند ۱۸۶ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته د لومړي قسط نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ۲۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې او په راتلونکې کې به نورې مرستې ترسره شي.
۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره