بامیان ولایت ته د احتمالي زیانمنو لپاره د مرستو په موخه ۳۷.۵ ټنه خوراکي توکي ولېږدول شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د لارښوونې پر بنسټ، نن ورځ ۳۷.۵ ټنه خوراکي توکي د دې ادارې له مرکزي ګدامونو څخه بامیان ولایت ته د پېښو له امله احتمالي زیانمنو لپاره د مرستو په موخه ولېږدول شول.
په دې توکو کې ۵۰۰ بورۍ اوړه او ۵۰۰ بورۍ وریجې شاملې دي، چې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ګدامونو کې به د ګټې اخیستنې لپاره ځېرمه شي.
د یادونې وړ ده چې دا مرستې د دې ادارې په کوماز موټرونو کې انتقال شول چې په دې وروستیو کې ترمیم شوي دي.
۷/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره