له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کې میشت د چین ولسي جمهوریت سفیر او مل پلاوي سره وکتل

rahyab
Wed, Oct 09 2024 11:43 AM
تصویر خبر

نن ماسپښین له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د چین له سفیر محترم ژاوشینګ سره ولیدل او د زیانمنو شویو لپاره د بشري مرستو په اړه یې خبرې وکړې.
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د چین ولسي جمهوریت د مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان او چین ملګري هېوادونه دي او چین د هغو لومړنیو هېوادونو څخه دی چې د سوداګریزو برخو ترڅنګ یې له اسلامي امارت سره بشري مرستې هم کړې دي.
محترم ترابي زیاته کړه چې زموږ فعالیتونه تر ډېره مظلومې طبقې او زیانمنو ته ځانګړي شوي دي او د چین ولسي جمهوریت څخه یې د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه وکړه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سپرست د چین هیواد د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو یادونه وکړه او د تخنیکي، ټرانسپورټي او نورو اړینو برخو کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه.
وروسته محترم ژاوشینګ، د چین سفیر، په پکتيکا، هرات او افغانستان کې د نورو پېښو زیانمنو شویو ته د مرستو یادونه وکړه او په بشري مرستو کې یې د خپل هېواد ژمنتیا بیان کړه. 
ښاغلي ژاوشینګ زیاته کړه چې چین په اقتصادي، سوداګریزو او بشري مرستو کې همکاریو ته ژمن دی.
په پای کې دواړو خواوو په ټولو برخو کې، په ځانګړې توګه د پېښو مدیریت په برخه کې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ په اړه هوکړه وکړه.

نیټه: ۰۶/ ۰۴/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .