۱۷۰ زیانمنو کورنیو په زابل ولایت کې خوراکي مرستې ترلاسه کړې
زابل- د ربیع الاول ۲۰-۱۴۴۶
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۱۷۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وورسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې، په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو وریجې، ۵ لیټره غوړي، ۱ کارټن شیدې او ۲ تختې کمپلې ووېشل شوې.