له پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ملي ادارې او یونین ایډ(UNION AID) نړیوالي موسیسې تر منځ دګډو همکاريو تفاهم نامه لاسلیک سوه 

rahyab
Mon, Sep 23 2024 12:14 PM
news image

نن ورځ دوشنبه  له پیښو سره دمبارزې سرپرست الحاج ملانورالدین ترابي  او د یونین ایډ  UNION AID  نړیوالي موسیسې رئیس امجید احمد صافی؛ دهماهنګۍ مسؤل رشیدالدین او مل پلاوي سره دګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه. 
ترابي صاحب دیونین ایډ راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته کړل چي باید خپلي مرستي دافغاني اولس سره جاري وساتي او همیشه دطعبي او غیر طبعي پیښو ځپلو کورنیو سره دوامداره همکاري وکړو  او هغه مواد چي په خلګو یی ویشي کیفیت  ئي باید سم وي.
همدارنګه ترابي صاحب وویل چي په هر ولایت کي مؤسیسات توزیع او یاهم سروې کوي موږ ورسره ددولت په اصولو اوچوکاټ کي پوره همکاره یو او  زموږ  د ادارې ریاستونه په هر ولایت کي شتون لري.
دیونین ایډ مؤسیسې رئیس امجید احمد صافي وویل چي یاده مؤسیسه په ۱۳۵۸ کي فعالیت پیل کړی دی او تل یی دسیلاب ځپلو؛ مهارجرینو او پیښو ځپلو سره همکاري کړي ده.
صافي صاحب وویل چي موږ د  ۱۵۴۹۵۱ یو لک څلور پنځوس زره نهه سو یو پنځوس ډالره په ارزښت په تخار؛ بدخشان او بغلان کي سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کوو او هلته به خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل  سي چي ترڅنګ به یی یوه دحفظ الصحي بسته هم ورسره وي.
په ورستیو کي ترابي صاحب دمرستي پر ژر انتقال او رسیدنه ټینګار او وویل چي دبغلان بُرکه ولسوالۍ موږ دنژدي کتلي ده او باید دموادو په رسیدنه کي ځنډ او خنډ رانه ولي.
دیادوني وړ ده چي  یاده مرسته د بدخشان ولایت په تاشکان  ولسوالۍ کي پر ۲۸۵ کورنیو؛ دتخار ولایت په چال ولسوالۍ کي پر ۲۸۹ کورنیو او دبغلان په بُرکه ولسوالۍ کي پر ۲۸۵ کورنیو چي مجموع  پر ۸۵۹ سیلاب ځپلو مستحقو کورنیو پر هره کورنۍ یو راشن وویشل سي چي ذکر سوي مواد پکښي شامل دي  بورۍ ۵۰ کیلو اوړه؛ یوه بورۍ ۲۴ کیلو ورجي؛۱۶ لیټره غوړي؛ یوه بورۍ ۱۰ کیلو بوره؛ لوبیا؛ یو کیلو مالګه؛ دوه پاکټه شین چاوي او دحفظ الصحي بسته شامله ده. 
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۲۰ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .