پروان او پنجشیر ولایتونو ته د پېښو له امله احتمالي زیانمنو سره د مرستې لپاره څو ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي ولېږدول شول

کابل- د ربیعالاول ۱۴- ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مقام د لارښوونې پر اساس نن ورځ پروان او پنجشیر ولایتونو ته د پېښو له امله احتمالي زیانمنو سره د مرستې لپاره څو ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي ولېږدول شول.
په دې توکو کې اوړه، وریجې، غوړي، کمپلې او چپرکټونه شامل دي، چې یاد توکي د پنجشیر او پروان ولایتونو له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاستونو په ګودامونو کې زیرمه شي او د اړتیا په وخت کې به مستحقینو ته ووېشل شي.