له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست او د اي ټي سي مؤسسې ترمنځ تفاهم‌نامه لاس لیک سوه

rahyab
Sun, Sep 15 2024 12:47 PM
تصویر خبر

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، نن سهار  یکشنبه په خپل کارې دفتر کې د اي ټي سي د ماین پاکولو مؤسسې له مرستیال، محترم حزب الله عابد سره ولیدل او په بغلان ولایت کې د دې مؤسسې د ماین پاکولو پروژې د پلي کولو په اړه یې خبرې وکړې.  
ترابي صاحب  په خپلو خبرو کې مېلمنو ته ښه راغلاست   ووایه او زیاته یې کړه: چي موږ مؤسسې را دعوتوو، تشویقوو یې، سهولتونه ورته برابروو، او په هر ولایت کې چې دوی خپلې پروژې پلي کوي، ملاتړ یې کوو او د هغوی تفاهم‌نامي پر خپل وخت لاسلیکوو.
په دې ترڅ کې د ای ټي سي مؤسسې مرستیال د یادې مؤسسې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا په افغانستان کې لومړۍ بشردوستانه ماین پاکولو مؤسسه ده چې د ملګرو ملتونو دفتر له‌خوا ملاتړ کېږي او له ۱۳۶۸ لمریز کال راهیسې تر اوسه پورې یې په ۳۲ ولایتونو کې فعالیت کړی دی.  
هغه زیاته کړه چې اوس مهال دوی په بغلان ولایت کې د بغلان نوي ولسوالۍ په اته کلیو کې د UN-OCHA دفتر په ملاتړ یو پروژه پلي کوي چې په ترڅ کې به یې ۴۹۵۷۷۳ متر مربع ساحه له ماینونو او ناچاودو مهماتو څخه پاکه سي.  
چې له دې پروژې به نېږدې ۲۰ زره تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه پورته کړي او ۴۹۳۵۷۶ امریکایي ډالره بودیجه   لري، چې یو کال به دوام وکړي او په دې کې به ۶۵ کسان په ۵ تخنیکي ټیمونو کې دندی ترسره کوي.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۲ هـ ق 
له پیښو سره دمبارزې اماده ګۍ ملي اداره

تصویر خبر

Latest news

Sun, Sep 13 2026 10:46 AM
Background image

An MoU on Joint Cooperation was Signed Between ANDMA and the Humanitarian Organization for the People of Afghanistan

Honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, received Engineer Pamir Safi, Deputy for Projects of the. . .

Thu, Jul 30 2026 2:22 PM
Background image

The Director General of ANDMA held a meeting with representatives of international and domestic organizations to assist flood victims

Today, on Thursday, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, held a coordination meeting with representatives of. . .

Wed, Jul 29 2026 2:30 PM
Background image

The Director General of ANDMA laid the foundation stone for the new administrative building of the Parwan Province Disaster Management Directorate

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, honorable Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, after visits to the provinces of Maidan Wardag, Logar, Kapisa and. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .