۲۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره په کندهار ولایت کې خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترسره سوې
کندهار- د ربیع الاول ۱۱-۱۴۴۶
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست، د یاد ولایت معروف او ارغستان ولسوالیو اړوند ۲۳ کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې سوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ۲۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۲ جوړې څپلکې، ۱۰ لیټره غوړي او ۱ پلاستیکي سطل ترلاسه کړل.