په لغمان ولایت کې ۳۸ زیانمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
لغمان- د ربیع الاول ۱۱ -۱۴۴۶
د لغمان ولایت له پېښو د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د WFP موسسې سره په همکاري, د یاد ولایت الینګار او دولت شاه ولسوالیو او مرکز مهترلام اړوند ۳۸ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې سوې وې, له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په بهیر کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه, ۹.۱ کیلو غوړي, ۱۲.۲ کیلو دالنخود او بسکېټ ووېشل سول.