په کابل ولایت کې ۲۴۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۴۸۸۰۰۰۰ افغانۍ نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل سوه

tamim_azimi
Tue, Aug 27 2024 2:35 PM
تصویر خبر

 کابل _ ۲۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶
 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ریاست د خوړو نړیوال سازمان (WFP)، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) او د ماشومانو د خوندیتوب مؤسسي په همکارۍ په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله له ۲۴۴ زیانمنو سوې کورنیو سره نغدي، خوراکي توکي او مرستې وویشل سوې.
 د دغو مرستو د وېش پر مهال د یاد ولایت  د ریاست رئیس الحاج مولوي محمد سلیم حقاني وویل: وروستیو سېلابونو چې د کابل ښار په دیارلسمه، ۱۷مه، شپږمه او اوومه ناحیو کې زیانمن کړي وو، د ګډو ځواکونو له سروې وروسته د دې ادارې او ادارو ټیمونو نن په زیانمنو شویو کورنیو نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.
 محترم حقانی صاحب زیاته کړه: د ماشومانو د ملاتړ ادارې لخوا ۱۱۰۰۰ افغانۍ، د IOM دفتر لخوا ۹۰۰۰ افغانۍ او د WFP دفتر له لوری هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیتره غوړي، ۲۵ کیلو خوراکي توکي او خوراکي توکي ورکړل شول د یونیسف د دفتر لخوا د کورنۍ یوه بسته وویشل سوه او هغو کسانو ته چې کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته دوې خیمې دروازه وویشل شوه.
 د دغه ولایت رئیس د ملګرو ملتونو د سازمان له دفترونو، بنسټونو او خواخوږو اشخاصو څخه د مننې او قدردانۍ په ترڅ کې د کابل ښار د پېښو طبيعي له امله زیانمنو شویو ته د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه.
 په دې وروستیو کې د یاد ولایت ریاست څخه د مننې ترڅنګ له زیانمنو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

تصویر خبر

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .