پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې سرپرست له جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د انګلستان موسسې له سرپرست سره وکتل؛ پروژه به په درې ولایتونو کې د ۵۰۰ زرو زیاته ډالرو په ارزښت تطبیق سې

tamim_azimi
Mon, Aug 26 2024 8:52 AM
تصویر خبر

کابل - ۲۰ صفرالمظفر ۱۴۴۶  
نن له غرمې وروسته، پیښو ته د چمتووالي او رسیدنې ملي ادارې سرپرست محترم الـــ…حاج م.لا نور الــ..دین تـ…رابي په خپل دفتر کې د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره د انګلستان موسسې له سرپرست ښاغلي جورډن لم سره وکتل او خبرې یې وکړې.
محترم تـ…رابي صاحب وویل چې زما کاري پاليسي دا ده چې نه یواځې د مرستندویه موسسو په کارونو کې خنډ نه جوړوم، بلکې دوی هڅوم او اسانتیاوې ورته برابرم، ترڅو د دوی کارونه په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي. هغه زیاته کړه چې موږ د خلکو اړتیاوې په مختلفو ولایتونو کې ترتیب کړې دي او له تاسو سره به یې شريک کړو، ترڅو تاسو خپل پروژې د هغې له مخې تطبیق کړئ.
همدارنګه ښاغلي جورډن لم د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا د پروژو د تطبیق لپاره د اسانتیاوو برابرولو مننه وکړه او د اوسنې پروژې په اړه یې معلومات ورکړل، هغه وویل چې موږ  د  بلخ، جوزجان او بادغیس په ولایتونو کی  د ماشومانو او کورنیو لپاره د ۵۹۴۲۲۲ ډالرو په ارزښت پروژه په نظر کې لرو چې د ماشومانو د ذهني ودې لپاره رواني خدمات، قرطاسیه، خوراکي مواد او د درملنې لپاره نقدي مرسته پکې شامل دي.
د یادې موسسې سرپرست همدارنګه د دې ادارې لخوا د پېښو له امله زیانمنو سوې خلګو د اړتیاوو د لیست ترتیبولو څخه مننه وکړه او وې ویل: دا زموږ سره مرسته کوي چې په خپل لس کلن پلان کې له لومړیتوبونو څخه کار واخلو او پر بنسټ یې خپلې چارې پر مخ یوسو.
په پای کې دواړو خواوو د لا زیاتو او مؤثرو پروژو د تطبیق لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د دوام ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه د وچکالۍ څخه اغیزمنو شویو کسانو لپاره د بیړنیو مرستو تر عنوان لاندې به ډېر ژر د بلخ په مرکز  مزار شریف  او چمتال والسوالی کی ، د جوزجان په مرکز شبرغان او  خانقا  ولسوالی کی  او د بادغیس په مقر، بالا مرغاب، آب کمري او غورماچ ولسوالیو کې تطبیق شي او ۱۸۲۶ کورنۍ به تر پوښښ لاندې راولي.

تصویر خبر

Latest news

Tue, Jan 13 2026 3:56 PM
Background image

The General Director of Afghanistan National Disaster Management Authority met with a Delegation of Islamic Relief Organisation 

Today in morning, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with His Excellency. . .

Tue, Dec 30 2025 3:39 PM
Background image

A Practical Training Program and Drill on Search, Rescue, and First Aid During Avalanche Incidents was Conducted in Southern Salang

Afghanistan National Disaster Management Authority, in collaboration with the Aga Khan Foundation for Habitat, conducted a training and exercise program on search and rescue during. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .